د ملګرو ملتونو د جوړېدو د اتیایمې کلیزې په مناسبت دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ ته نوماند محمد سهیل شاهین له ملي نیوز سره خبرو کې ویلي، اسلامي امارت ته د افغانستان د څوکۍ سپارل د افغان ولس مشروع حق دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه دې عیني واقعیتونو او د انصاف اصل پام کې نیولو سره د افغانستان د استازولۍ په تړاو پرېکړه وکړي.
ښاغلي شاهین زیاته کړې، اسلامي امارت پر افغانستان د واکمن حکومت په توګه باید په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ تر لاسه کړي، چې په دې توګه نړیوالو غونډو کې د افغانستان د خلکو رښتینی غږ منعکس شي.
بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ(یوناما) د ملګرو ملتونو د ورځې په مناسبت ویلي، چې دا مهال د افغانستان د نفوسو دوه پر درېیمه برخه بشري مرستو ته اړتیا لري؛ خو د مالي ملاتړ کموالي اړتیاوو ته رسېدنه له ګواښ سره مخ کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د اعلامیې په یوه برخه کې ویل شوي، چې ملګري ملتونه له لسیزو راهیسې د افغانستان خلکو تر څنګ ولاړ دي، د بنسټنو په پیاوړتیا، بشردوستانه مرستو، زده کړو، روغتیا، پاکو اوبو، د خوړو خوندیتوب، او نورو مسایلو کې یې کلیدي رول لوبولی دی.
دا مهال د افغانستان ډیری خلک بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او د مالي ملاتړ پام وړ کمي اساسي اړتیاو ته د رسېدنې وړتیا او د اړینو خدمتونو دوام بهیر سخت ګواښي.
د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، ۸۰ کاله کېږي چې ملګري ملتونه د سولې ټینګښت، له لوږې او بیوزلۍ سره مبارزې، بشري حقونو او پایښت لرونکې نړیوالې کېدنې لپاره هڅه کوي. نوموړي زیاته کړې، اوس تر بل هر وخت، نړۍ باید بیا ځلي ژمنه وکړي، چې ستونزې حل کړي او هیڅ هېواد په دې برخه کې په یواځې سر څه نه شي کولی

