د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی، چې دا مهال لږ تر لږه ۱.۵ میلیونه فلسطینیان په غزه کې بېړنۍ سرپناه ته اړتیا لري.
یاد سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې سلګونه زره کسان په غزه کې خپلو کورونو ته ستنېږي، خو د هغوی کورونه ويجاړ شوي، سرپناه نه لري او ځینې یې د ځان د ساتنې لپاره د اوړو او وریجو له بوجیو څخه جوړو شويو ترپالونو څخه استفاده کوي.
دغه سازمان زیاته کړې، سره له دې چې اوربند اعلان شوی، خو لا هم د سیستماتيکو محدودیتونو له امله د مرستو رسونه له خنډونو سره مخ ده، چې پکې د ګمرک له لارې د توکو داخلېدو ځنډ، د تګ او راتګ د لارو محدودیتونه او دوامداره ناامنۍ شاملې دي.

