ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پاکستان یو شمېر علماوو او د سنا مجلس یو غړي د افغانستان له سفیر سره لیدنه کړې

د پاکستان د ملي اسمبلې د غړي مولانا عبدالغفور حیدري په مشرۍ د علماوو پلاوي او د پاکستان د سنا مجلس غړي او د دغه هېواد د مذهبي چارو پخواني وزیر محمد طلحه محمود په اسلام اباد کې د افغانستان له سفیر مولوي سردار احمد شکیب سره جلا جلا لیدنې کړې دي.

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وایي، دوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید اړیکې ښې شي او دلارو بندول دواړو ملتونو ته زیان رسوي او تل باید باید د تاوتریخوالي پرځای د تفاهم لاره غوره کړل شي.

ورته مهال، د اسلامي امارت سفیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د رامنځته شوي کړکېچ په تړاو معلومات وړاندې کړې دي.