د ریاستالوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع هرات ته د سفر په ترڅ کې د ټاپي پروژې له چارو لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت عمومي مرستیال ملا شاه محمد اخوند، د ترکمنستان د ټاپي پروژې مشر او مل پلاوی هم ګډون درلود.
ډاکټر ملا عبدالواسع ټاپي د افغانستان او سیمې د اقتصادي ودې لپاره مهمه او حیاتي پروژه وبلله او زیاته یې کړه، د افغانستان په خاوره کې د یادې پروژې چارې له کومې ستونزې پرته په چټکۍ روانې دي.
نوموړي په هېواد کې سرتاسري امنیت ته په اشارې وویل، اوس مهال د ټاپي په شان د نورو لویو او ستراتیژیکو پروژو د پلې کېدو لپاره مناسب او تر ټولو ښه شرایط برابر شوي او اسلامي امارت د ټولو هغو پروژو ملاتړ کوي، چې د هېواد د ابادۍ او اقتصادي پیاوړتیا لامل ګرځي.
ډاکټر ملا عبدالواسع د ټاپي پروژې په پلي کېدو کې د اسلامي امارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او د ترکمنستاني پانګوالو تر څنک یې له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل، چې له دې فرصت نه په ګټې اخیستنې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
همدا راز د ترکمنستان لخوا د ټاپي پرژوې مشر او مل پلاوي د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې په روانو چارو خوښي وښوده او له اسلامي امارت یې مننه وکړه، چې د دغې سیمهییزې پروژې په پلې کېدو کې یې هر اړخیزه همکاري کړې ده.
همدارنګه دوی ډاډ ورکړ، چې ترکمنستان به د افغانستان د اسلامي امارت په همکارۍ په خپل ټاکلي وخت د ټاپي پروژې چارې بشپړې کړي.
د یادولو وړ ده، چې د ټاپي پروژې بشپړېدو سره به یوازې افغانستان په کلني ډول شاوخوا یو میلیارډ امریکایي ډالر عواید ولري.

