ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل د پولیسو د ښوونې او روزنې له مرکز څخه څه‌باندې ۴۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د کابل ولایت د ښوونیز او روزنیز مرکز څخه د ۴۱۱ اسلامي پولیسو د فراغت مراسم د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ترسره شول.

په یاده غونډه کې د ښوونې او روزنې لویې قوماندانۍ مسولینو، علماوو او مشرانو ګډون کړی وو.

د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې لوی قومندان پاسوال قاري روح الله (عبیده) او د کابل د علماوو شورا رقیس خلیفه دین محمد فارغو شویو پولیسو ته د شرعي احکامو په پلي کولو او د ښه اخلاقو او صداقت په اهمیت ټینګار وکړ.

دغه‌راز په یادو مراسمو کې فارغو شویو پولیسو د ترلاسه شویو زده کړو پر اساس ځانګړې نظامي نندارې وړاندې کړې.

د غونډې په پای کې فارغو شویو منسوبینو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.