ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر لوګر ته له پاکستان څخه د راستنو شویو کډوالو له استازو سره لیدنه وکړه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر لوګر ته له پاکستان څخه د راستنو شویو کډوالو له استازو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې یادو استازو په لوګر کې د مېشتو کډوالو د ژوند د حالت په اړه معلومات له ښاغلي وزیر سره شریک کړل او ویې ويل، چې څو کاله وړاندې له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي، خو تر دې مهاله ورته د استوګنې نمرې نه دي ورکړل شوي.

 دوی زیاته کړه، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو لپاره ګڼې اسانتیاوې په پام کې نیولې دي او همداراز هیله یې څرګنده کړه، چې پخوانیو راستنو شویو ته به هم د حکومت لخوا د اړتیا وړ خدمات وړاندې شي.

 همدارنګه د ناستې پر دوام د لوګر د کډوالو استازو خپل وړاندیزونه او غوښتنې له وزیر سره شریکې کړې.

 مولوي عبدالکبیر یاد مخورو او د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې اسلامي امارت د حشر په ډول ټولو امارتي ادارو ته د کډوالو د ښه خدمت په موخه دندې سپارلې دي.

 نوموړي لوګر ته د راستنو شویو وړاندیز ته په اشارې یادونه وکړه، چې له ارزونې او اداري پړاونو له بشپړولو وروسته به ورته د ځمکو وېش ته لاره هواره شي.

 مولوي عبدالکبیر وویل، چې په جبري ډول راستانه شوي هېوادوال له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو له نیکه‌مرغه د اسلامي امارت په هڅو او مالي ملاتړ، له ایران او پاکستان څخه د راستنو شويو ښه خدمت وشو او اسلامي نظام ژمن دی، چې د اوسنیو او پخوانیو راستنو شویو هرې ستونزې ته به رسېدنه کوي.