د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې د بامیان په ورس ولسوالۍ کې د دوه میلیونه او ۲۴۵ زره افغانیو په ارزښت د یوه چکډیم د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد وزارت زیاته کړې، دغه چکډیم د ۳۱ متره په اوږدوالي او ۷ متره لوړوالي سره د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې، د سیلابونو د کنټرول او مهارولو او د موسمي اوبو د راټولولو په موخه جوړ شوی دی.
د وزارت د معلوماتو له مخې، له دغې پروژې څخه ۳۰ کورنۍ ګټه پورته کوي او کابو ۴۰ جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه شي.
د یادونې وړه ده، چې یاده پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختیایي بودیجې څخه د بامیان ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست تر څارنې لاندې پلې شوې ده.

