د جمعې ورځ، د ۱۴۴۷/۴/۲۴ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۷/۲۵هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۶۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۹۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۷کورنیو سره ټولې۴۴۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۲۸کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۱تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۶۶۵مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱کورنیو سره ټولې۸۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۷۸۶تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو ته ۲۸عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۱۶۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۹۸تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته یو میلیون،۳۰۳ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۷کورنیو سره ټولې۷۲۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۳۴۶خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۱۹۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۵۲تنه و، بغلان، کندز، بلخ، جوزجان، تخار، فاریاب او دایکنډي ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۹۷۹ زره او ۷۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شـــــوي کډوال: ۹۲کورنۍ او ۵۰۳وګړي
لېږدول شـوي کډوال: ۳۵۵کورنۍ او یو زر او ۹۵۰وګړي
مرسته شوي کډوال: ۱۵۵کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۸عــــدده

