زابل کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د اتلانو یاد کلنۍ مشاعره ترسره شوه، چې ډیری برخه یې د پاکستاني ملېشو پر واړندي د انتقامي برید داتلانو د ساینې لپاره ځانګړې شوې وه.
په دې مشاهرې کې شاعرانو خپل ویاړلي افغان مجاهد ځواکونه ستایلي او ورسره د هېوادوالو د ملاتړ څرکندونه کړې ده.
دوی وایي، چې موږ به خپلو سرسپارلو غازیانو ته مورال ورکوو اوټول وطنوال په یو غږ هېواد دفاع ته چمتو یو.
ترانه ویونکي چې د شل کلني مبارزې د ژوندي ساتلو اتلان بلل کیږي دوی هم دافغان سرتیرو مجاهدینو د احساساتو ستاینه کړې او پاکستاني ملېشو ته یې د اخطار په شکل ترنمونه ویلي دي.
بل لور بیا شاعران دا ډول پروګرامونه د ملي یوالي کلتور پیژندې او شاعرۍ د ژوندي ساتلو په پار خوراګټور بولي او غوښتنه کوي چې د اسې پروګرامونه دې زیات شي .
دغه زار په یاده مشاعره کې مسولینو ویلي، د دوی هڅه تل داوي چې د ملي یووالي د لاښه ساتلو لپاره مشاعرې او غونډي جوړې کړي، ترڅو د اتلانو یادونه تازه وساتل شي، نوی نسل ورڅخه زده کړه وکړي او د هر یرغلګر پروړاندي د هېواد ساتلو لپاره چمتو واوسي.
د یادونې وړ ده، چې د مشاعرې په جریان کې هغه مجاهد سرتیری هم وستایل شو، چې د پاکستان ملېشو پر وړاندې جګړه کې یې فعاله ونډه اخستې وه.

