ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ امنیتي مسوولین: د هېواد او ولس دفاع ته په ټول توان چمتو یو او د سر په بیه ترې ساتنه کوو

د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ امنیتي مسوولین ډاډ ورکوي چې د خلکو اوهېواد دفاع ته په ټول توان چمتو دي او د سر په بیه ترې ساتنه کوي.

د خوست ځاځي میدان ولسوالي هغه سیمه چې څو ورځې وړاندې دلته د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ په دې سیمو کې جګړې شوې وې، امنیتي مسوولین وایي اوس مهال په سیمه  کې وضعیت عادي دی او ډاډ ورکوي چې هر وخت د خلکو او هیواد ساتنې ته تیار دي.

د یادې سیمې امنیتي ځواکونه وایي، د هیواد د ساتنې او دفاع په برخه کې هر دول قربانۍ  ته چمتو دي او هر متجاوز ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکوي.

ورته مهال د خوست اوسېدونکي وایي د پاکستان پر وړاندې په بشپړ ډول د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي او د امنیتي ځواکونو غچ اخیستونکي عملیات ستایي.