ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روسیه غواړي چې افغانستان کې د برېښنا تولید او وېش پر پروژو پانګونه وکړي

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکتر عبدالباري عمر د روسیې سفارت اقتصادي اتشې او د روسیې هېواد برېښنا تاسیساتو تجهیزاتو تولید دولتي کمپنۍ او ددغه هېواد اړوند (Export- import ceter , Vodostroi, Rosgrilogiya, Silove Mashiny) خصوصي کمپنیو له مسوولینو سره ناسته وکړه.

ډاکټر عبدالباري عمر د روسیې سفارت اقتصادي اتشې او د یاد هېواد پانګوالو ته ښه راغلاست ترڅنګ وویل، افغانستان کې د برېښنا او برېښنايي تجهیزاتو تولید او تاسیساتو جوړولو برخو کې د پانګونې ګڼ فرصتونه شته او ټولو برخو کې هر ډول اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

دغه‌راز یادو پانګوالو څرګنده کړه، چې د برېښنا تولید، برېښنا تجهیزاتو او تاسیساتو جوړولو برخه کې یې ګڼو اسیايي او افریقايي هېوادونو کې پانګونې کړې دي، چې اوس غواړي د برېښنا تولید او وېش برخو کې افغانستان کې پانګونې وکړي.

په ورته مهال د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکتر عبدالباري عمر د یادو پانګوالو لیوالتیا وستایله او دوی ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړو.

همدارنګه په ناسته کې د ماهیپر او کوډ برق تولیدي کارخونو بیا رغونې په ګډون د ګڼو پروژو اړوند موضوعاتو په اړه هم خبرې وشوې.