ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوبو او انرژۍ وزیر په مسکو کې د افغانستان له سفیر سره لیدنه کړې

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر مولوي ګل حسن حسن سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او روسیې ترمنځ د متقابل احترام، همکاري او دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

دغه‌راز ملا عبداللطیف منصور د سفارت د مسوولینو له هڅو او خدماتو ستاینه کړې او هغوی ته یې د لا بریاوو هیله څرګنده کړې ده.

په ورته مهال په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن هم د اوبو او انرژۍ وزارت د لاسته راوړنو یادونه کړې او څرګنده کړې یې ده، چې د افغانستان د طبیعي زېرمو او انرژۍ د ودې لپاره د نړیوالو همکاریو پراختیا یو مهم ګام  دی.