ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوبو او انرژۍ وزیر د روسیې د انرژۍ د اونۍ نړیوال فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر کړی

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د روسیې د انرژۍ د اونۍ نړیوال فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر کړی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، ښاغلی منصور به په یاد فورم کې د ګډون سربېره د انرژۍ او اوبو سکتورونو په برخه کې د متقابلو همکاریو د پراختیا، تجربو د شریکولو او د افغانستان د انرژۍ سکتور د وړتیاوو د معرفي کولو په موخه د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره لیدنې هم وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه سفر د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، ځکه چې د انرژۍ نړیوال فورم د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ، پانګونې او د انرژۍ پایداره پراختیا په برخه کې د نظرونو د تبادلې یو ارزښتناک فرصت برابروي.