ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د هند له وزیر سره د سوداګریزو همکاریو د پراخولو پر لارو چارو خبرې کړې

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد په نوي ډیلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر جیتین پرساد سره لیدنه کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراخولو په اړه خبرې کړې او د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو برابرولو ژمنه یې کړې ده.

همدارنګه په دې لیدنه کې هوکړه شوې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو موضوعاتو د څار لپاره یوه ګډه کمېټه جوړه شي، څو وخت پر وخت د سوداګریزو مسایلو په اړه بحثونه او غونډې وکړي.

دغه راز مولوي احمدالله زاهد د هندي لوري استازو ته بلنه ورکړې، څو په افغانستان کې د پانګونې له فرصتونو ګټه واخلي او په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي.