ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رسنیزو سرغړونو کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي په مشرۍ د رسنیزو سرغړونو کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.

یاده غونډه د کمېسیون د غړو په ګډون جوړه شوې وه، چې پکې د رسنیو د مالي ستونزو د حل او رسېدنې پر لارو چارو بحث وشو.

همداراز، د رسنیو د محتوايي غنامندۍ او د اړتیا پر اساس د رسنیزې محتوا د بڼې په جوړولو د بحث سربېره کمېسیون ته راغلو نورو موضوعاتو په اړه اړینې پرېکړې وشوې.