ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکتر ملا عبدالواسع د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مدیره پلاوي سره وکتل

د ریاست‌الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مدیره پلاوي سره وکتل.

د ریاست‌الوزرا مقام د دفتر لوی رییس د ښځو او صنایعو خونې مدیره پلاوي او اړوندو وزارتونو او ادارو تر منځ ښه همغږي ستایلې او په اقتصادي وده کې یې د افغان متشبثو او سوداګرو مېرمنو فعالیتونه د پام وړ بللي دي.

همدا راز د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مدیره پلاوي د متشبثو او سوداګرو ښځو ستونزو ته د اسلامي امارت د رهبرۍ له پاملرنې مننه کړې او په اقتصادي فعالیتونو کې یې د ښځو رول زیاتولو په اړه خپل وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې دي.