د ټولګټو وزارت وایي، چې په تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د تلې له ۱۱مې څخه تر ۱۷مې) نېټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۱۷ زره او ۷۶۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، د حیرتان بندر له لارې ۸۰ زره او ۷۵۹ ټنه، د اقینې بندر له لارې څلور زره او ۷۳۶ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۶زره او ۲۶ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۶ زرعه او ۲۴۷ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال ۱۱۷ زره او ۷۶۸ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۲۶۶) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد او رالېږد بهیر روان او چټک وساتي.

