د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، په کابل ښار کې د دشتبرچي برېښنایي وېشڅانګې د روان ۱۴۰۴ کال له پیل څخه تر اوسه ۳۳ زره هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې، چې ۳۱ زره یې نوې برېښنایي پېژندپاڼې او دوه زره نورې یې تر وېش وروسته خدمتونه دي.
د دشتبرچي د برېښنایي پېژندپاڼو وېشڅانګې عمومي مدیر بسمالله محمدي وايي، چې په ورځني ډول شاوخوا ۷۰۰ غوښتونکي دې څانګې ته د برېښنایي پېژندپاڼو اړوندو خدمتونو د ترلاسهکولو په موخه مراجعه کوي.
ښاغلی محمدي زیاتوي، چې په دې وېش څانګه کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي او په دې برخه کې د مثنی پېژندپاڼو د وېش، پېژندپاڼې نوېکولو، زېږونونو او ودونو ثبت خدمتونه وړاندې کېږي.
په دې څانګه کې د برېښنایي پېژندپاڼې غوښتونکي له مراجعینو سره د کارکوونکو له چلند او په کاري بهیر کې د رامنځتهشویو اسانتیاوو له امله خوښي څرګندوي او له هېوادوالو غواړي، چې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د برېښنایي پېژندپاڼو وېشڅانګو مدیریتونو او ولایتي ریاستونو ته د تابعیت پېژندپاڼو ځینو اصلاحي صلاحیتونو په تفویض او په دې څانګو کې د میوند بانک څانګو په رامنځتهکېدو هېوادوالو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځتهشوې دي او د وخت له ضایعکېدو پرته په اسانۍ سره اړوند خدمتونه ترلاسه کولی شي.

