د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پکتیکا د نکې ولسوالۍ د بېځایه شویو له استازو سره لیدنه وکړه.
یادو قومي مخورو چې اوسمهال په خوست کې مېشت دي، خپلې او د راستنو شویو ستونزې او وړاندېزونه د کډوالو له وزیر سره شریک کړل.
همدارنګه یادو مشرانو له کډوالو سره د اسلامي امارت مرستې مناسبې وبللې او د کډوالو د دایمي استوګنې په موخه یې دوی ته د ښارګوټو د جوړولو او د کاري زمینې برابرولو غوښتنه وکړه.
دوی همدارنګه یادونه وکړه، چې راستانه شوي او داخلي بېځایه شوي کار ته اړتیا لري او وړاندېز یې وکړ، چې اسلامي امارت دې د راستنو شویو په سیمو کې پراختیايي پروژې په نظر کې ونیسي.
مولوي عبدالکبیر راغلو مشرانو د ښه راغلاست ترڅنک وویل، چې اسلامي امارت کډوالو لپاره لسګونه ښارګوټي په پام کې نیولي، چې په هر ولایت کې به اړمنو ته پکې ځمکه ووېشل شي.
دغهراز نوموړي ډاډ ورکړ، چې شویو وړاندېزونو ته به د رسیدنې په موخه له اړوندو ادارو سره همغږي وکړي.

