ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د نظام ساتنه او د ولس د ستونزو حل د اسلامي امارت دنده ده

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، د ترانسپورټ او هوایي چلند او شهیدانو او معلولینو چارو وزارتونو له مرستیالانو سره په لیدنه کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او ولس ته د حکومت لخوا د واړندې کېدونکو خدمتونو په اړه خبرې کړې دي.

یادو مرستیالانو روان کال د اسلامي امارت شوي کارونه مثبت یاد کړي او ویلي یې دي، چې د ګڼو نیمګړتیاوو سربېره حکومت توانېدلی چې له پلان سره سم خپلې موخې ترلاسه کړي.

 مولوي عبدالسلام حقاني ویلي، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره مراجعینو ته د غوره خدمتونو په موخه د ورځې تر ناوخته کار کوي او څرګنده کړې یې ده، چې یاده اداره د لا پرمختګ په حال کې ده.

دغه راز د ترانسپورت وزارت مرستیال مولوي فیض الله جمال او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالحکیم حقاني هم په امارتي ادارو کې د لاسته راوړنو یادونه کړې او د خپلو خبرو پر دوام یې د کډوالو ځينې اړوند موضوعات له ښاغلي وزیر سره شریک کړې دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د دوی د هرکلي ترڅنګ، د امارتي ادارو د پرمختګ په برخه کې د مسوولینو او چارواکو هڅې ستایلې دي.

 مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د اسلامي نظام مسوولیتونو ته په کتو د نظام ساتنه او د ولس د ستونزو حل د اسلامي امارت لومړیتوب دی.

دغه‌راز  د ناستې په پای کې نوموړي د راستنو شویو او په بهر کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسیدنې یادونه کړې او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت په لویه کچه د کډوالو ستونزو حل ته چمتووالی نیولی دی.