ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د قزاقستان د صنعت او ترانسپورت له مرستیالانو سره لیدنه کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د قزاقستان د ترانسپورت مرستیال جان‌بیک تایجان اف، د صنعت او ودانۍ مرستیال ایران شارخان او سفیر ګازیزاکباس‌وف سره په کابل کې لیدنه کړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصاد او سوداګرۍ د ودې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې درې میلیارد ډالرو ته د رسېدو، د افغان–ترانس اورګاډي پروژه، د افغانستان او قزاقستان د صادراتي مالونو د لېږد په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او د قزاق–افغان نندارتون د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي.