د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د روسیې فدراسيون په رسمي بلنه د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي غونډې په اوومه ناسته کې د ګډون په موخه مسکو ته سفر وکړ.
ټاکل شوې چې په دې ناسته کې به ښاغلی متقي د افغانستان او سیمې د اړیکو د پراختیا په موخه د غړو هېوادونو تر منځ خپل موقف وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې په لومړي ځل د هېواد د بهرنیو چارو وزیر مسکو فارمټ کې د رسمي غړي په توګه ګډون کوي.

