ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روان کال په لوګر کې د ۱۶۰میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۴ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شوي

پوهنې وزارت وایي، چې د روان کال د لومړنیو شپږو میاشتو پر مهال په لوګر ولایت کې د ۱۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۴ ښوونځیو لپاره مجهزې ودانۍ جوړې شوې دي.

د یاد وزارت په وینا، دغه ودانۍ د همکارو بنسټونو په مالي لګښت جوړې شوې، چې په جوړېدو سره یې ۱۲ زره زده‌کوونکو ته د زده‌کړو مناسب چاپیریال برابر شوی دی.

پوهنې وزارت زیاته کړې، چې په تېره یوه میاشت کې د شاوخوا ۴۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۱ نورو رغنیزو پروژو چارې هم په دې ولایت کې پیل شوې دي.