د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، له پینځه کلن ځنډ وروسته د هند او چین د یو شمېر ښارونو ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل کیږي.
الجزیرې په چین کې د هند سفارت په حواله ویلي، د دغو الوتنو بیا پیل د هند حکومت له لوري د نوي ډیلي او بیجینګ ترمنځ د اړیکو د عادي کولو تګلارې یوه برخه ده.
د یادونې وړ ده، چې د چین او هند اړیکې په ۲۰۲۰ کال کې د دواړو هېوادونو د امنیتي ځواکونو ترمنځ د همالیه غرونو په لانجمنه پوله کې د نښتو وروسته خرابې شوې وې، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو سوداګریزو پالیسیو او د تعرفو له وضعه کولو وروسته دغه اړیکې بېرته تودې شوې دي.

