ملي دفاع وزارت وایي، د اسلامي ملي اردو د بېلابېلو سرحدي قطعاتو (١١٠) تنه مجاهدین د عبدالله بن مسعود رضيالله عنه د جګړهایزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ د سرحدي ځانګړو زدهکړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دې مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضيالله عنه د جګړهایزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیب الله “مدني”د جګړه ایزو ځواکونو د ښوونځي قوماندان حافظ صدام حسين “احمد ضیاء” او ګڼ شمېر مسوولینو او منسوبینو ګډون درلود.
مسوولینو یادو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل :”د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ او د کلک عزم او قوي عقیدې پر مټ د هېواد له سرحداتو څخه ساتنه وکړئ؛ همداراز تاسو مکلف یاست مسلکي زده کړې ترلاسه او روزانه تکرار کړئ او هم یې نورو مستحقو مجاهدینو ته ور زده کړئ”.
د يادونې وړ ده، چې په دغه درې میاشتنۍ ځانګړې دوره کې یاد شمیر مجاهدین د توپوګرافی او سرحدی قوانینو سربېره د درنو او سپکو وسلو او جمع نظام په برخو کې د مسلکي استادانو له لوري روزل شوي دي.
په پای کې یادو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتوالی وښود او مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.

