ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج‌الدین حقاني: خلک د امنیتي ځواکونو له کړنو راضي دي

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د کابل ولایت د ملکي او نظامي مسوولینو او د ولایتونو د تفتیش امرینو په ګډون اصلاحي او توصیه‌وي غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

په دې غونډه کې نوموړي د امنیت د ټینګښت په برخه کې د مسوولینو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې د خلکو، امارتي ادارو او ډیپلوماټیکو استازولیو د امنیت خونديتوب لپاره باید لا ډېرې هڅې وشي.

خلیفه سراج‌الدین حقاني د خپلو مسوولینو او منسوبینو د اساسي دندو ترڅنګ زیاته کړه، چې کابل د مرکزیت او د نفوس د ډېروالي له امله د امنیت او خدماتو په برخه کې د نورو ولایتونو په پرتله ډېر زیار او هڅې غواړي.

 نوموړي څرګنده کړه، د خلکو مثبتو لید لورو له مخې څرګندیږي، چې خلک د امنیت خوندي‌توب، د جنايي پېښو مخنیوي او د امنیتي ځواکونو له کړنو راضي دي.

دغه‌راز ښاغلي حقاني د نظام له لاسته راوړنو او قوانینو څخه د خلکو خبرول او د بشپړ پلي کولو په موخه د هغوی همکاري او د ډاډ چاپېریال رامنځته کول مهم وبلل.

په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري هم خبرې وکړې او د ولس سره ښه چلند او د دندو د ترسره کولو ژمنتیا یې مهمه وبلله او همدارنګه یې د اطاعت او سلسله‌مراتب د رعایت غوښتنه وکړه.

د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال ستر پاسوال ملا رحمت‌الله نجیب د یاد معینیت پر کړنو رڼا واچوله او د اسلامي شریعت په رڼا کې یې د اداري اصولو په پلي کولو ټینګار وکړ.

په ورته مهال د کابل والي د امنیتي ځواکونو له کړنو او لاسته راوړنو مننه وکړه او هغوی یې وهڅول، څو د ښه امنیت په راوستلو کې لا ډېرې هڅې وکړي.