ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل پوهنتون له بېلابېلو زده‌کړیزو رشتو څخه څه‌باندې دوه زره  زده‌کړیالان فارغ شول

د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، د کابل پوهنتون له بېلابېلو زده‌کړیزو رشتو څخه دوه زره او ۱۰۰ زده‌کړیالان فارغ شول.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال، د کابل ولایت د والي مرستیال، د کابل پوهنتون رهبري پلاوي، د یو شمېر پوهنتونونو او دیني جامعاتو مسوولینو، استادانو، فارغ شویو محصلینو او د هغوی د کورنیو غړو ګډون کړی و.

په دغه غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم فارغ شوي محصلین د ماسټري او دوکتورا په کچه لوړو زده کړو او په خپل مسلک کې کار کولو ته هڅولي او ویلي یې دي: «دا فراغت له زده کړو فراغت او د علم تر لاسه کولو پای نه دی، بلکې تاسو یوه نوي پړاو ته داخل شوئ، ځکه علم په عمل، اخلاقو او خدمت کې په ډاګه کېږي.»

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې فارغو شویو محصلینو ته زیاته کړې، ستاسو مسوولیت یوازې دا نه دی، چې د خپل علم له لارې تنها ځان ته ګټه ورسوئ، تاسو د خپلې کورنۍ، ټولنې، هېواد او نورو مسلمانانو پر وړاندې مسوولیت لرئ.

ښاغلي ندیم یاد محصلین د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه لوړو زده کړو او په خپل مسلک کې د فعالیت کولو ته هڅولي دي.

همدارنګه نوموړي له تازه فارغو شویو محصلینو غوښتي، چې په افغانستان کې پاتې شي، د خپل علم او مسلک له لارې هېواد ته خدمت وکړي او ډاډ یې ورکړی، چې د اسلامي امارت له لوري به ورته د کار زمینه برابره شي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرسیتال شیخ ضیاالرحمن الاریوبي فارغو شویو محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ، دوی د زده کړو دوام او په خپل هېواد کې کار کولو ته تشویق کړي دي.

 نوموړي ویلي، چې د اسلامي امارت مشرانو په ځانګړې پاملرنې د افغانستان پوهنتونونه د پخوا په پرتله ډېر تجهیز شوي، پرمختګ یې کړی او دغه لړۍ دوام لري.

همدارنګه د کابل پوهنتون رییس دوکتور اسامه عزیز د تحصیلي نظام ته د ځانګړې پاملرنې له امله د افغانستان اسلامي امارت او د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ څخه مننه کړې او تازه فارغ شوي محصلین یې خپلو راتلونکو مسوولیتونو ته متوجه کړې دي.

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون رییس دوکتور رفیع الله عطا او د کابل ولایت د والي مرستیال مولوي قدرت الله امیني د ټولنې پر وړاندې د فارغو شویو محصلینو او مسلمانو ځوانانو پر مسولیتونو خبرې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې د لوړو زده کړو وزیر او نورو مشرانو له لوري د پوهنتونونو او پوهنځیو اول‌نمره محصلینو ته ډالۍ ورکړل شوې دي.