ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احمدشاه بابا مېنې وېش‌څانګه کې د روان کال له پیل تر اوسه څه‌باندې ۲۶ زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي

په کابل ښار کې د احمدشاه بابا مېنې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش‌څانګې د روان ۱۴۰۴ کال له پیل تر اوسه ۲۶ زره او ۱۲ هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې، چې ۲۴ زره او ۴۶۳ یې نوې برېښنایي پېژندپاڼې او یو زر او ۵۴۹ نورې یې تر وېش وروسته خدمتونه دي.

د احمدشاه بابا مېنې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش‌څانګې عمومي مدیر نېک‌ولي خان ایمان وايي، چې په ورځني ډول شاوخوا ۷۰۰ غوښتونکي دې څانګې ته د برېښنایي پېژندپاڼو اړوندو خدمتونو د ترلاسه‌کولو په موخه مراجعه کوي.

نوموړی زیاتوي، چې په دې وېش څانګه کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي او په دې برخه کې د مثنی پېژندپاڼود وېش، پېژندپاڼې نوې‌کولو، زېږونونو او ودونو ثبت خدمتونه وړاندې کېږي.

ښاغلی ایمان همدارنګه وايي، چې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګو ته د ځینو صلاحیتونو په تفویض سره د انځور نوي‌کولو او ځینو املایي تېروتنو د اصلاح په برخه کې هېوادوالو ته اسانتیاوې رامنځته شوې دي.