ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ‌کانونو او پټروليم وزير له امو دريا نفتي حوزې څخه ليدنه وکړه

د‌ کانونو او پټروليم وزير ملا هدايت الله بدري او مل پلاوي شمالي ولايتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د امو دریا نفتي حوزې له قشقري سيمې څخه ليدنه کړې او د دغې سترې نفتي حوزې وضعيت، پرمختګونه او تخنيکي چارې له نږدې څخه ارزولي دي .

ملا هدايت الله بدري په ياده سيمه کې له کېندل شويو څاه ګانو او د‌ نفتو له ذخېرو څخه ليدنه کړې او خوښي يې څرګنده کړې ،چې د قراردادي شرکت له تګ څخه وروسته افغان متخصصينو د‌ يادې سيمې د استخراج او نورو ټولو چارو د سمبال لپاره غاړه کېښودلې، چې‌ د‌ خدای تعالی‌ په فضل او د‌ دوی په زيار سره چارې له پخوا څخه په سمه توګه روانې دي.

همدا راز نوموړي د یادې سیمې د انجنیرانو ستونزې او غوښتنې اورېدلي او ټینګار یې کړی، په هغو برخو کې چې افغان انجنیران وړتیا لري هېڅکله به بهرني وګړي ونه ګماري.

ښاغلي بدري ویلي، موږ په تاسې باندې پوره باور لرو چې دغه چارې له نورو څخه په سمه توګه تر سره کولی شئ.

دغه‌راز د‌ يادو سيمو انجنيرانو او کارمندانو خپلې ټولې ستونزې له ښاغلي وزیر سره شريکې کړې دي او ډاډ يې ورکړی چې د يادو سيمو ټولې چارې به موږ په خپله په ښه صداقت او ايماندارۍ سره پر مخ وړو.

همدارنګه ښاغلي وزير د دوی ستونزې اورېدلي او د حل  ژمنه يې کړې ده.