ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا نورالدین ترابي د زلزله‌ځپلو د خدمتونو د څارنې په موخه کونړ ته سفر کړی

له پېښو سره د مبارزې  چمتووالي  ملي اداره وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حـفظه الله د لارښوونې پر بنسټ، د دې ادارې لوی رییس مـلا نورالدین تـرابي، د زلزله‌ځپلو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو د بهیر د څارنې په موخه کونړ ته سفر کړی.

ملا نور الدین ترابي خاص کونړ ولسوالۍ ته له رسېدو وروسته، د هجرت‌اباد په سیمه کې له جوړ شوي مرکزي کیمپ څخه هم لیدنه کړې، چې د زلزلې له زیانمنو شویو لپاره د لومړنیو اسانتیاوو په لرلو سره ۲۵۰ خیمې پکې شاملې دي.

نوموړي د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې  چمتووالي  له رییس مولوی محمد مبین مفتون عمر څخه د دې کیمپ د اسانتیاوو په اړه راپور اخیستی او د لا غوره اسانتیاوو د برابرولو لپاره یې اړینې سپارښتنې کړې دي.

د دې لیدنې په ترڅ کې، نوموړي د زلزلې له شهيدانو، ټپیانو او زیانمنو شویو کورنیو سره لیدنه کړې، له نږدې یې د هغوی ستونزې او اړتیاوې اورېدلي او د اسلامي امارت د مشرتابه او له پېښو سره د مبارزې  چمتووالي  ملي ادارې له خوا د زیانمنو کورنیو سره د خواخوږۍ او تسلیت پیغامونه یې رسولي دي.

ملا نورالدین ترابي په خپلو خبرو کې د زیانمنو شویو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې له پېښو سره د مبارزې  چمتووالي  ملي اداره د ټولو امکاناتو سره د زیانمنو تر څنګ ولاړه ده او د بیړنیو مرستو، خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او مناسبو سرپناوو د برابرولو لپاره اړینې هڅې کوي.

همدارنګه نوموړي ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د مسوولینو او همکارو موسسو له خوا د شهيدانو، ټپیانو او زیانمنو کورنیو لپاره د خوراکي، غیر خوراکي او نغدي مرستو بهیر په دوامداره توګه روان دی.

ملا نورالدین ترابي د کونړ له والي او د سره میاشتې له لوی رییس سره په غونډه کې زیانمنو شویو کورنیو لپاره د دایمي کورونو جوړولو او له مرستندویه موسسو سره یې د نېکو اړیکو د درلودو او د شهیـدانو او ټپیانو کورنیو ته د رسېدنې په اړه خبرې کړي او ټینګار یې کړی، چې د زیانمنو لپاره جوړېدونکي کورونه باید د معیاري نقشې، لوړ کیفیت او د طبیعي پېښو په ځانګړي ډول د زلزلو پر وړاندې د مقاومت وړتیا ولري.

ملا عبدالـغني برادر د شهیـدانو او ټپیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ تر څنګ د امارت د اړوندو ادارو پر وخت د رسېدنې ستاینه کړې او مسوولینو ته یې لارښوونه کړې، چې د دولت له ټولو امکاناتو څخه په ګټې اخیستې د زلزله‌ځپلو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي له خیریه موسسو او له خلکو غوښتي، چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د دایمي سرپناوو پر جوړولو تمرکز وکړي.

د کونړ والي د یادو مرستو د ځای پر ځای کولو ستاینه کړې او د زلزله‌ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو په برخه کې یې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

همداراز د سرې میاشې لوی رییس شـیخ شهاب‌الدین دلاور څرګنده کړې، چې که امکان وي د کورونو نقشه دې د ښار جوړونې وزارت سره په همغږۍ جوړه شي.