ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوی صدراعظم عثماني د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له چارواکو سره لیدنه وکړه

د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» د پروګرامونو عمومي رییس کوسټوب ډیوالي او د تخمونو عمومي رییس شان مګګیر سره د کرنیزو څیړنو انسټیټیوټ د عمومي رییس او د ترویج د عمومي رییس په شتون کې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې، چې د کرنې او مالدارۍ د معینیت یو شمېر رییسان او مسلکي سلاکاران هم ګډون درلود، د ګډو چارو او راتلونکو پلانونو په اړه بحث او نظرونه شریک شول.

مولوی صدراعظم عثماني ټینګار وکړ، چې د دواړو ادارو پلانونه باید د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ عملي شي، تر څو افغانستان د اقلیم د بدلون، وچکالۍ او طبیعي افتونو له ګواښونو خوندي پاتې شي او بزګرانو او مالدارانو ته د دوی د اړتیاوو مطابق چوپړتیاوې وړاندې شي.

همدارنګه په دې ناسته کې د ستراتیژیکو نباتاتو د تخمونو د برابرولو په اړه هم خبرې وشوې.

ګډونوالو څرګنده کړه، چې په تېرو کلونو کې تر ډېره د غنمو پر تخم کار شوی دی او له دې وروسته باید د جوارو، سویا بین، عدس، ږدن، ممپلۍ، نخود او نورو نباتاتو د تخمونو پر برابرولو هم تمرکز وشي.

دغه‌راز په همدې موخه، پرېکړه وشوه چې د یادو برخو د کارکوونکو د وړتیا لوړولو او لا زیاتې همغږۍ لپاره یوه تخنیکي کمیټه وګومارل شي.