ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

چین د لمریزې برېښنا پروژو پلي کولو برخه کې همکاري کوي

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د چین د سفارت له کنسولر ښاغلي مه چین ګوانګ سان بوتونګ سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې د همکاریو د پراختیا، په ځانګړې توګه په بامیان، روزګان او پکتیا ولایتونو کې د لمریزې برېښنا پروژو د پلي‌کولو او په چین کې د وړتیا لوړولو پروګرامونو کې د وزارت د انجنیرانو د ګډون په اړه خبرې شوې دي.

ملا عبداللطیف منصور د چین د ام‌سي‌سي شرکت له لوري د باغدرې برېښنا بند د تخنیکي مطالعاتو پروژې پرمختګ مثبت ارزولی او ټینګار یې کړی، چې د یادو ولایتونو د برېښنا کموالي ستونزې ته په کتو، باید هلته د لمریزې برېښنا پروژې پیل شي.

په ورته مهال، د چین سفارت کنسولر د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلۍ د قربانیانو د غمشریکۍ ترڅنګ، د لمریزې برېښنا پروژو د پلي‌کولو او د وزارت د انجنیرانو د روزنې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

دغه‌راز یاد لیدنه د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او رغنده همکاریو پر دوام په ټینګار سره پای ته رسېدلې ده.