د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بابکرخېلو له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې لومړی یادو علماوو او مشرانو د ټولنیزو، امنیتي او راستنېدونکو کډوالو د مسایلو په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي، چې افغانانو د جهاد په اوږدو کې د اشغالګرو پر وړاندې د اسلام او هېواد لپاره ډېرې سرښندنې او بې شمېره قربانۍ ورکړې او په راتلونکي کې به هم د اسلامي نظام ملاتړ ته دوام ورکړي.
همدارنګه دوی د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل، په ځانګړي ډول د هغوی د دایمي مېشتېدو په برخه کې، د اسلامي امارت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې ده.
مولوي عبدالسلام حنفي د بابکرخېلو له علماوو او مشرانو سره په لیدنه کې د دوی د هرکلي ترڅنګ، د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد او د دین او وطن د دفاع پر مهال د خلکو له سرښندنو او قربانیو قدرداني کړې دی.
دغهراز نوموړي د مجاهدینو او اسلامي امارت بریا د زرګونو علماوو، مجاهدینو او هېوادوالو د وینو پایله بللې ده.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د کډوالو موضوع ته په اشارې ویلي، سره له دې چې زموږ زیات شمېر هېوادوال ګاونډیو هېوادونو اجباري راوېستل، اما د افغانستان اسلامي امارت توانېدلی چې دا بهیر سم مدیریت کړي او هغوی ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

