په انقره کې د اسلامي امارت سفیر شیخ صنیعالله فرهمند په ترکیه کې د ایران له سفیر حسن حبیباللهزاده سره لیدنه کړې.
ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزه ګډو موضوعاتو سربېره د کډوالو،
اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، ترکیې او اروپا ته د افغاني صادراتي توکو د ترانزیت لارې او په سیمه کې د یو لړ روانو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

