د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې یاد وزارت د حمایت پدار موسسې سره د یو میلیون، ۹۷۷ زره او ۷۵ ډالرو په ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د دغه هوکړه لیک له مخې به یاده موسسه دغه پیسې په هرات او بادغیس ولایتونو کې د ملاتړ مرکزونو په جوړولو، کسب او کار په مهارتونو او د ټولنیزو او رواني خدمتونو په برخه کې په مصرف رسوي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، له دغو پروګرامونو څخه به ټولټال ۷۳۰ راستنېدونکي افغانان برخمن شي.

