د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په تالار کې د حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مبارک سیرت په اړه ځانګړې غونډه وشوه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د یاد وزارت وزیر شیخ محمد خالد الحنفي، وزارت مرستیالانو، رییسانو، کارمندانو او ترانه ویونکو ګډون درلود.
شیخ محمد خالد الحنفي ویلي، د الله تعالی رضا د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اطاعت کې ده، موږ باید د ژوند په ټولو اړخونو کې د هغه صلی الله عليه وسلم اطاعت او اتباع وکړو.
نوموړي زیاته کړې، هر کله که زموږ ورځنی ژوند د رسول الله صلی الله له طریقې سره سم نه وي ډاډمن و اوسئ چې موږ به د الله جل جلاله د مُحبینو بنده ګانو په ډله کې نه یو. دا د بشریت اړتیا ده، چې د هغه صلی الله علیه وسلم په طریقه خپلې ورځنۍ کړنې تر سره کړي.
دغه راز ناستې ته د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د شکایتونو اورېدلو مرستیال شیخ صدیق الله ویلي، اسلام د لارښوونې دین دی، مونږ ته په کار ده، چې د ژوند په ټولو اړخونو کې پیغمبر صلی الله علیه وسلم پسې اقتدا وکړو او د ژوند هره چاره د هغه صلی الله عليه وسلم له سنتو سره سمه مخته یوسو.

