ملي دفاع وزارت وایي، چې د ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو اړوند روغتیایي ټيمونو په تيرو څو ورځو کې سلګونه تنه زلزله ځپلي هېوادوال بېلابېلو روغتونونو ته لېږدولي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د دې وزارت د مشرتابه له لارښوونې سره سم په کونړ کې زلزله ځپلو هېوادوالو د ژغورنې عملياتو له تېرو څو ورځو راهیسې جریان درلود؛ چې د ژغورنې په دغه عملياتو کې تر اوسه پورې یو زر او ۶۹۰ تنه ټپيان او ۲۱ تنه د شهیدانو جسدونه د چورلکو او امبولانسونو په مرسته د قول اردو اړوند سل بستریز روغتون او همدا شان کونړ، ننګرهار او نورو بېلابېلو روغتونونو ته ليږدول شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال هم ګڼ شمېر روغتیايي ټيمونه د قول اردو په سل بستریز پوځي روغتون، ننګرهار هوایي ډګر، د کونړ په نورګل ولسوالۍ مزار دره او د یاد ولايت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د انتقالاتو او درملنې په موخه ځای پرځای شوي دي او د یادې ولسوالۍ په کنډک کې د سيار او ثابت روغتون ترڅنګ د نورو مرستو لپاره هم ځای برابر شوی دی.
همداراز د ستردرستيز د روغتيايي چارو قوماندانۍ د طبي علومو اکاډمۍ قوماندان ډاکتر اسماعيل وردګ په مشرۍ د یاد ټيم له لوري د ۴۵ تنو ټپیانو لوی او کوچني عمليات ترسره شوي دي.

