ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خیبر پښتونخوا کې د اسلامي امارت د قونسلګرۍ له لوري د زلزلې له امله له قربانیانو سره د تعزيت مراسم ترسره شول

خیبر پښتونخوا کې د اسلامي امارت لویې قونسلګرۍ د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ په موخه د تعزیت مراسم ترسره کړل. 

په خیبر پښتونخوا کې د اسلامي امارت لویه قونسلګري وایي، چې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د خيبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور او د یاد ایالت لپاره د پاکستان د لومړي وزير سرمنشي ښاغلي شهاب علي شاه په ګډون ايالتي چارواکو، د پارلمان رییس، د کورنیو چارو، ماليې، اطلاعاتو، محبوسینو او د اوقافو وزیرانو، د یاد ایالت ګڼ شمېر چارواکو، د پارلمان وکیلانو، په پېښور کې مېشتو قونسلانو او ډیپلوماټیکو استازو او یو شمېر سیاسي، علمي، اکاډیمیکو او کلتوري شخصیتونو او په پېښور کې د مېشتو افغان ګدوالو او سوداګرواستازو گډون وكړ.

ګډونوالو په هېواد کې د دې پېښې د اوښتو زیانونو په اړه ژوره خواشینې وښوده ، او قربانیانو ته یې دعا وکړه.

دغه‌راز د تعزيت د یادو مراسمو په ترڅ کې د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر او د جماعت اسلامي او جمعیت علما اسلام صوبایي مشرانو له زلزله ځپلو هېوادوالو سره د خېمو، روغتیايي توکو او نقدي مرستو ژمنې وکړې.