ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تاشکند کې د ننګرهار او کونړ د زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ په موخه مراسم ترسره شول

اوزبیکستان کې د اسلامي امارت سفارت د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ په موخه د دعا او تعزیت مراسم ترسره کړل.

تاشکند کې د اسلامي امارت سفارت وایي، چې په دې مراسمو کې د اوزبیکستان لومړي وزیر عبدالله عارف‌اف، د زراعت مرستیال وزیر عبدزوخوروف جمشیدجان تولیبوویچ، د افغانستان لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی، د ګڼو هېوادونو سفیرانو او ډيپلوماټانو ګډون هم ګډون وکړ او د دې هېواد ولسمشر او خپل د خواخوږۍ مراتب یې شریک او د تعزیت په کتاب کې ثبت کړل.

ښاغلي عارف‌اف په دې مراسمو کې وویل، چې اوزبیکستان به له زلزله‌ځپلو سره د ۲۶۶ ټنه لومړنیو توکو بېړنۍ مرسته وکړي.

همداراز په تاشکند کې مېشتو افغانانو د یوې ځانګړې تعزیتي ناستې پر مهال د هېواد د وروستۍ زلزلې قربانیانو ته دعاوې وکړې او د زیانمنو کورنیو سره یې خپله خواخوږي شریکه کړه.

په اوزبیکستان کې د اسلامي امارت سفیر او ځانګړي استازي شیخ عبدالغفار بحر د زلزلې د تلفاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او له ټولو ګډونوالو یې د ګډون او همدردۍ مننه وکړه.