ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح الله مجاهد:د تېرې ادارې د کارکوونکو وژلو په اړه د یوناما راپور حقیقت نه لري

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي؛ افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ(یوناما)وروستی راپور، چې ګني د اسلامي امارت ځواکونو له لوري د پخوانۍ ادارې ۸۰۰ پورې کسان وژل شوي او ځورول شوي حقیقت نه لري.

نوموړی زیاتوي، چې د اسلامي امارت له لوري عمومي بښنه په ټولیزه توګه عملي شوې ده.

د ښاغلي مجاهد په وینا؛ البته د انتقام اخیستلو ځینې شخصي او نامعلوم موارد د اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو لخوا په جدي ډول څېړل شوي، چې شمیر یې محدود دی.

د اسلامي امارت ویاند وايي؛ له بده مرغه د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې ځینې څانګې د دې پر ځای، چې د افغانستان عیني واقعیتونه درک کړي او مثبت پرمختګونه وویني، تل د منفي ټکو په لټه کې دي او د پروپاګند هڅه کوي، چې په دې سره تر هر څه لومړی خپله د دوی اعتبار ته زیان رسیږي.