ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: ټول مجاهدین باید د ولسونو د امنیت تامین او خدمت کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب له والي داملا محمد شعیب او د غزني امنیه قومندان مخدوم محمد عالم رباني سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې داملا محمد شعیب او مخدوم محمد عالم رباني د فاریاب او غزني ولایتونو د امنیتي، جتماعي او حکومتي چارو په برخو کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

یادو مسولینو زیاته کړې، دوی او د اسلامي امارت ټول مجاهدین د ولسونو د امنیت تامین او خدمت برخه کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي او په وینا یې دې لار کې به هیڅ راز هڅې دریغ نکړي.

دغه راز یې د سراسري امنیت، روغتیا، مواصلاتي لارو ترڅنګ خلکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو په موخه د اوبو بندونو جوړولو په څېر موضوعاتو یې بحث کړې او د اسلامي امارت له رهبري څخه یې غوښتي چې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دې ولایتونو ولسونو ته د امنیت د تامین او خدمت په برخو کې د دوی کړنې او فعالیتونه ستایلي او ویلي یې دې، چې په ټولو برخو کې باید د اسلامي امارت مجاهدین د خلکو د امنیت د ټینګښت، هوساینې او خدمت په برخو کې خپلې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې جاري وساتي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال امنیت، روغتیا، د څښاک پاکو اوبو او معیاري مواصلاتي لارو ته لاسرسی د خلکو حقوق او د اسلامي امارت ژمنې بللي او زیاته کړې یې ده، چې  اسلامي امارت مسولین به خپلو امکاناتو ته په کتو یادو ستونزو ته د حل په موخه رسيدنه وکړي.