د افغانستان والیبال ملي لوبډله دوهویشتم پړاو اسیايي سیالیو کې ګډون په موخه تېره ورځ ایران ته په سفر ولاړه.
له لس کلن ځنډ وروسته افغان والیبال ملي لوبډله دريېم ځل لپاره په اسیايي اتلولیو کې ګډون کوي.
دغه لوبډلې لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۱م کال کې په اسیايي سیالیو کې ګډون کړی و او په دې پړاو کې یې ۱۵ مقام خپل کړ. دویم ځل لپاره افغان والیبال ملي لوبډلې په ۲۰۱۳م کال کې په دې سیالیو کې ګډون وکړ، چې په دې پړاو کې یې له سختو سیالیو وروسته د نومرو په جدول کې شلم ځای خپل کړ. له دې نېټې وروسته دا دریېم ځل دی، چې افغان والیبال ملي لوبډله په اسیايي سیالیو کې ګډون کوي.
دوهویشتم پړاو سیالۍ د ایران په کوربتوب د ۱۸ هېوادونو تر منځ ترسره کیږي، چې د روانې اګسټ میاشتې پر ۲۰مه به پیل او د همدې میاشتې تر ۲۶مې به دوام وکړي.
سږ کال د والیبال اسیايي سیاالۍ په ۶ ګروپونو کې ترسره کیږي، چې افغانستان په ” E ” ګروپ کې له قطر او هندوستان سره مخ کیږي.
د والیبال ملي لوبډله ایران ته په سفر ولاړه

