ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پوهنې وزارت په ریاضي کې د ځانګړي استعداد لرونکی ماشوم وستایه

پوهنې وزارت د سمیع‌الله په نوم د ریاضي په برخه کې د ځانګړي استعداد لرونکی ماشوم وستایه.

سمیع الله د ښوونځي بااستعداده زده‌کوونکی دی، چې د ریاضياتو په برخه کې ځانګړی ذکاوت لري.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د پوهنې وزارت د استعدادونو ارزونې رییس مولوي عبدالولي سداد د سمیع الله ځانګړي استعداد ته په اشارې سره ویلي: “بې له شکه زموږ د خلکو هیله زموږ په راتلونکي نسلونو او ځوانانو پورې تړلې ده؛ له همدې امله، هغوی باید هڅه وکړي چې د علم او پوهې په ترلاسه کولو کې جدي هڅې وکړي، ترڅو زموږ د ځورېدلي ملت ټولې هیلې پوره شي.”

د دې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو رییس مفتي محمد یوسف ثاقب ویلي: “د پوهنې وزارت ژمن دی، چې د ټولو طالب‌العلمانو او زده‌کوونکو استعدادونو ته پراختیا ورکړي، ترڅو په راتلونکي کې دوی د هېواد کارپوه او نامتو علمي کادرونه وګرځي.”

د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي صبغت الله ویلي، د پوهنې وزارت دا خپل مسئولیت ګڼي، چې د ځانګړو استعدادونو لرونکو ټولو ماشومانو هڅونه او هر اړخیز ملاتړ وکړي.

نوموړي زیاته کړې: “دې وزارت له ټول هېواد څخه د سمیع الله جان په څېر د با استعداده زده‌کوونکو لپاره یو نمونوي ښوونځی تاسیس کړی، ترڅو هغوی د اړینو تعلیمي اسانتیاوو، عصري تدریسي موادو او تجربه لرونکو ښوونکو په لارښوونه په ښه ډول خپلې زده‌کړې پرمخ بوځي.”

د غونډې په پای کې یاد زده‌کوونکی د پوهنې وزارت مشرتابه لخوا د ۵۰ زره افغانیو نغدي ډالۍ، یوه کمپیوټر او یو جوړه جامو په ورکولو سره وستایل شو.