د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع نن ماسپښین د پکتیکا ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره په ارګ کې وکتل.
په دې ناسته کې د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رییس مفتي محمود ذاکري هم ګډون درلود.
په پیل کې یادو علماوو په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد د پرمختګ او هوساینې په برخه کې شوې کړنې ستایلې دي.
دې مشرانو د برېښنا د نشتوالي، د پوهنې، روغتیا، مواصلاتي لارو جوړولو او بیارغاونې او بنسټیزو پروژو د پلې کولو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې د پکتیکا د خلکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه بیان او دې برخې ته یې د اسلامي امارت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې ده.
دوی د ولسونو غوښتنې او وړاندیزونه په لیکلي بڼه د ریاست الوزرا مقام د دفتر له لوی رییس سره شریک کړي دي.
ډاکټر ملا عبدالواسع د پکتیکا راغلو علماوو او قومي مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي، چې ارګ د ټولو افغانانو ګډ کور او دروازه یې د ټولو پر مخ پرانیستې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت مسولین له توپير پرته د ټولو ولسونو ستونزې، واندیزونه او مشورې اوري او د خپل توان په حد کې یې د حل لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
په پای کې د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس راغلو علمای کرامو او قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې د ستونزو د حل په موخه به یې وړاندیزونه له اړوندو ادارو او مسولینو سره شریک کړي.

