د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې د دې وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده او مل پلاوي د ترکيې په انقره ښار کې د بندونو د ډيزاین له شرکتونو څخه لیدنه کړې.
همدارنګه مجیب الرحمن عمر اخوندزاده په دغه لیدنه کې د ډولسر(DOLSAR) ترکي شرکت له رییس ښاغلي H.Irfan aker سره هم لیدنه کړې او د یاد شرکت رییس او تخنیکي همکارانو د بندونو، کانالونو او اوبو رسونې د ډیزاین په هکله ښاغلي مرستیال ته مفصل معلومات وړاندې کړي دي.
ښاغلي اخوندزاده د یاد شرکت رییس ته په افغانستان کې د پانګونې، د پروژو پلي کولو او د بشپړ امنیت په اړه ډاډ ورکړی، ترڅو دوی په راتلونکي کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ پروژې ډیزاین او پلي کړي.
په ورته مهال ښاغلي ډولسر په دې تړاو د پوره همکاري ژمنه کړې ده.
د یادونې وړه ده، چې دغهٔ ترکي شرکت په افریفایي او اسیايي هېوادونو کې د بندونو په ډیزاین او پلي کولو کې ۳۷ کلنه کاري تجربه لري.

