د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم پر بنسټ، د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیبالله حیات حقاني په مشرۍ، د کابل ښاروالۍ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د مالیې وزارت، عدليې وزارت، کورنیو چارو وزارت، او د ملي چاپېریال ساتنې ادارې د استازو ترمنځ ګډه ناسته شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چې په دې ناسته کې، د تېرې غونډې د پرېکړو او پرمختګونو په تړاو ښاغلي وزیر او نورو ګډونوالو ته اړین معلومات وړاندې شوي او د هغو سیمو په اړه تفصیل شریک شوی، چې د کابل ژوبڼ د لېږد لپاره تر بحث لاندې دي.
یاد وزارت زیاته کړې، په ناسته کې پرېکړه شوې، چې د دې وزارت وزیر به د یو ګډ پلاوي په ملتیا، د اوسني ژوبڼ ترڅنګ د کابل قرغې سیمه، نوی کابل ښار او نور د پام وړ ځایونه له نږدې ګوري او تر کتنې وروسته به د ژوبڼ د لېږد او پراختیا لپاره وړاندیز د د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله محترم حضور ته وړاندې شي.
دغه راز مولوي نجیب الله حیات حقاني، له کابل ښاروالۍ او د اراضۍ له ادارې غوښتي، چې د شته ژوبڼ شاوخوا ځمکې برخلیک او اندازه معلومه کړي، چې څومره ساحه پخوا استملاک شوې او څومره ځمکه لا هم د استملاک اړتیا لري.
نوموړي ټینګار کړی، هر څومره ژر چې کېدای شي باید د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله حکم عملي شي او یاد ژوبڼ پراخ او په چارو کې یې پرمختګ رامنځته شي.
یاده ناسته د ښاري پلانونو، چاپېریال ساتنې، او د عامه خدمتونو د ښه والي په موخه یو مهم ګام و، چې د یو پراخ، عصري او معیاري ژوبڼ د جوړېدو زمینه به برابره کړي.
د یادونې وړ ده، چې اوسنی کابل ژوبڼ، نه یوازې د تفریح ځای دی، بلکې هر کال زرګونه محصلین د علمي سفرونو لپاره او د ښوونځیو زده کوونکي د تفریح او معلوماتو ترلاسه کولو لپاره ورځي.

