د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا د یو شمېر چارواکو په ملتیا د کابل د شکردرې ولسوالۍ له حضرت علي (کرم الله وجهه) له دارالعلوم څخه لیدنه کړې ده.
نوموړي د یاد دارالعلوم له مسولینو، استادانو او زدهکوونکو سره غونډه کړې او د دوی د کړنو په اړه یې راپور اورېدلی دی.
مولوي حبیب الله اغا د تعلیمي چارو د لا ښهوالي او په اسلامي روحیه د هېواد د بچیانو د ښوونې او روزنې په اړه د دارالعلوم استادانو او طالبالعلمانو ته ګټورې او ارزښتناکې لارښوونې کړې او د وړاندیزونو او ستونزو د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د دې دارالعلوم مسولینو او استادانو د ځوانانو او زدهکوونکو د سالمې ښوونې او روزنې په برخه کې د یاد وزارت د مشرتابه د پرېکړو او احکامو د پلي کولو ډاډ ورکړی دی.

