ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عطاءالله عمري د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال سره لیدنه کړې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال خلیل ابراهیم اوکر سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د بزګرانو او مالدارانو اړتیاوو، د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې، د افغاني تولیداتو د کیفیت او صادراتو د ښه والي، او همداراز د کرنیزو پروژو د پلي کولو په اړه خبرې شوې دي.

د کرنې وزیر مولوي عطاالله عمري د افغانستان د کرنیزو او بڼوالۍ محصولاتو د کیفیت او خوند په اړه معلومات ورکړي او له اسلامي نړۍ یې غوښتي، چې د بزګرانو، مالدارانو او د اوبو مدیریت په برخو کې له افغانستان سره پراخې همکارۍ وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د عضوي او لوړ کیفیت لرونکو محصولاتو د تولید قوي ظرفیت لري، خو سره له دې چې د کانالونو او چکډېمونو د جوړولو هڅې شوي، لا هم کافي نه دي او لا زیاتو مرستو ته اړتیا شته.

ښاغلي عمري همداراز غوښتنه کړې، چې د افغانستان کرنیزو محصولاتو لپاره نورو هېوادونو ته دې د بازار موندنې زمینه برابره شي.

په ورته مهال، د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال خلیل ابراهیم اوکر ډاډ ورکړی، چې یاد سازمان به د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور د پرمختګ لپاره همکار پاتې شي او د دې سازمان غړي هېوادونه به وهڅوي، چې نور امکانات هم برابر کړي.

د یادونې وړ ده، چې یاد سازمان دا مهال د هېواد په څو ولایتونو کې پروژې پلي کوي.