د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزیر مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړیوال سازمان د دفتر له رییس محمد عبدیکر او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې چې له ښاغلي محمد عبدیکر سره، د اسیا لپاره د کډوالو نړیوال سازمان سیمهیـیز مسوول ایوري کاتو او د افغانستان لپاره د یاد سازمان مشرې میهیونګ پارک هم شتون درلودلو، د افغان کډوالو پر ملاتړ او په راتلونکې کې پر لاډېرو همکاریو خبرې شوې دي.
ښاغلي عبدیکر د افغانستان وروستي پرمختګونه او ثبات ستایلی او ویلي یې دي، چې کابل ته یې د را تګ موخه د کډوالو د ستونزو حل او ورته د لا ډېرو مالي سرچینو جلب دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د کډوالو نړیوال سازمان له نورو ادارو سره په همغږۍ او ګډ کار سره د راستنو شویو افغانانو ستونزو ته رسېدنه کوي او په دې برخه کې یې د اسلام امارت کړنې اغېزمنې بللې دي.
دغهراز محمد عبدیکر په افغان ټولنه کې د راستنو شویو پر دایمي مېشت کېدو ټېنګار کړی او په دې برخه کې یې د کډوالو د نړیوال سازمان د همکارۍ یادونه کړې ده.
محمد عبدیکر هېواد کې د افغان کډوالو پر دایمي مېشت کېدو ټینګار کړی او ژمنه یې کړې چې له راستنېدونکو افغانانو د ستونزو حل په موخه به کره معلومات د ملګرو ملتونو له مسوولینو او مالي ملاتړ کوونکو سره شریک کړي او همدارنګه به په راتلونکې کې خپلې مرستې لا ډېرې کړي.
همدارنګه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزیر د کډوالو نړیوال سازمان پلاوي ته ښه راغلاست ویلي او له افغان راستنېدونکو سره یې د یاد سازمان له مرستو مننه کړې ده.
مولوي عبدالکبیر اقلیمي بدلونونه او د تېرو څو لسیزو ناخوالې د افغانستان د کمزوري اقتصاد لاملونه یاد کړي او ویلي یې دي، تر هغه چې افغانان پر خپلو پښو دريږي نړیوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي ټینګار کړی، چې په جبري او ډلهییز ډول د افغان کډوالو له ایستلو او د هغوي د پانګې او توکو له ضایع کېدو څخه باید مخنیوي وشي.
نوموړي د کډوالو لپاره د دایمي سرپنا په رغولو کې د نړیوالو د مرستې غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د ژمي په رارسېدو سره به د راستنو شویو ستونزې ډېرې شي.
د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړیوال سازمان پلاوي ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

