د ملي دفاع وزارت قرارګاه کې له امریکايي اشغال څخه خپلواکي او پلازمېنې کابل ته د مجاهدینو د راتګ دویمه کلیزه ونمانځل شوه.
د اسد ۲۴مه له امریکايي اشغال څخه د خپلواکي او د هېواد پلازمېنې کابل ته د مجاهدینو د راتګ دویمه کلیزه د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد يعقوب مجاهد، د ستراتیژي او پالیسي معین مولوي محمد قاسم فريد، ګڼو مسولینو او مشرانو په ګډون د یاد وزارت په قرارګاه کې ونمانځل شوه.
د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په خپلو خبرو کې د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، چې دغه ازادي د ملت او هغو مخلصو مجاهدینو په قربانۍ تر لاسه شوې، چي خپل ځانونه یې د اسلام او هيواد لپاره قرباني کړل او د نړۍ ستر قوتونه یې له ماتې سره مخ کړل.
نوموړي اوسنی نظام د ټولو افغانانو ګډ نظام ګڼلی او زیاته کړې یې ده، چې د دې نظام شکرانه باید موږ او تاسې ټول ادا کړو.
دغهراز افغانان یې صبر او زغم ته رابللي او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړی.
ښاغلي مجاهد ټینګار کړی، چې موږ د انتقام سوچ له فکر څخه ایستلی، اوس د ابادۍ او جوړولو وخت دی او خپل هیواد به د سیالانو سره سیال کوو.
د ملي دفاع سرپرست وزیر ویلي؛ لکه څرنګه چې مخکې مو د اسلامي نظام او ملي ارزښتونو د استحکام لپاره جهاد کاوه اوس یې د دفاع او ساتنې لپاره خدمت کوو.
د یادونې وړ ده، چې له امریکايي اشغال څخه د خپلواکۍ ورځ د ملي دفاع وزارت په ټولو مرکزي او ساحوي قطعاتو او جزوتامونو کې هم نمانځل شوې ده.

